په تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس محمود سیادت سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي حقاني ویلي، هڅه کوي چې د افغانستان او ایران اړیکې په ځانګړې توګه سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.
همدا راز محمود سیادت، د افغانستان سفارت له لوري ایراني سوداګرو ته د ویزو برخه کې رامنځته شوې اسانتیاوې ستایلي او دغه اقدام یې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم بللی دی.

