د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اوکراین یو ځل بیا د ترکیې ساحل ته نږدې د روسیې د تېلو پر یوې لېږدونکې بېړۍ برید کړی.
د راپور له مخې، د میډولګا-۲ په نوم دغې روسي بېړۍ جورجیا ته د لمرګلي تېل لېږدول.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د اوکراین بېپیلوټه سمندري الوتکو په تور سمندرګي کې د روسیې د نفتو پر دوو بېړیو برید کړی و.
د دغو بریدونو سره هم مهاله د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی، چې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د زیاتوالي نښه ده.

