ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد حنفي: راځئ د ټولنې جوړښت او سمون ته متوجه شو

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي بدخشان کې غونډې ته ویلي؛ چې له دغه رامنځته شوي زرین فرصت باید استفاده وشي، د انګریزانو له ماتې وروسته بیا تر اوسه داسې فرصت افغانانو ته په لاس نه دی ورغلی.

  هغه ځوانان چې عصري زده کړې لري، هغوی استخدام شوي او حتما به استخدامیږي، تر څو د هېواد په ترقي کې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې؛ راځئ په یو وحدت سره د هغه ارمان لپاره کار وکړو، چې کوم څه لپاره مو قرباني ورکړې، د ټولنې جوړښت او سمون ته متوجه شو او د معروفاتو اقامه او منکراتو ازاله ترسره کړو.

شیخ محمد خالد علماوو ته په خطاب کې ویلي، چې د منبر او محراب له لارې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او منکراتو ازاله ستاسو مسولیت دی او پيغمبري وراثت مو همدا ايجابوي، اوس هغه وخت نه دی، چې د حق په ویلو تهدیدیږئ بلکې اوس به تقدیریږئ، د حق رسولو لپاره خپلې هڅې مه سپموئ.

نوموړي همدا راز په خپلو محتسبینو غږ کړی، چې تاسو ته ټوله نړۍ په څار کې دی ستاسو یوې خطا سره ۹۹ نورې تړي په سمه توګه د اسلام او اسلامي نظام نمایندګي وکړئ، څنګه چې شریعت مناسب بولي خلکو سره ښه سلوک وکړئ.