ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا د سرشمېرنې اداره: امریکا کې د بې‌وزلي کچه ۱۲.۴ سلنه ته لوړه شوې

د امریکا د سرشمیرنې ادارې راپور ورکړی، چې ۲۰۲۲ کال متحده ایالاتو کې د بې‌وزلي کچه ۱۲.۴ سلنې ته لوړه شوې.

یاده اداره وايي، چې د ماشومانو بې‌وزلي د ۲۰۲۱ کال په پرتله دوه برابره زیاته شوې ده.

د دې شمېرنې له مخې اوس‌مهال د امریکا کابو ۲۹ میلیونه وګړي له بې‌وزلي سره مخ دي.

د امریکا د بودیجې او پالیسي د مرکز رییس شارون پیروټ ویلي، چې بې‌وزلي کې زیاتوالی حیرانونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په ټولییز ډول او د ماشومانو د بې‌وزلي د کچې زیاتوالی په تېرو ۵۰ کلونو کې ترټولو لوی ریکارډ دی.