الجزیرې خبري شبکې د اندونیزیا د ملي ناورینونو د مدیریت ادارې له قوله راپور ورکړی، چې په اندونیزیا کې د سېلابونو او ځمکښوېیدنې له امله د مړو شمېر ۴۴۲ تنو ته لوړ شوی دی.
د دغه راپور له مخې، د دې سربېره د اندونیزیا په درې ولایتونو ختیځ سوماترا، لویدیځ سوماترا او اچې ولایتونو کې له ۴۰۰ زیات کسان لادرکه دي.
د راپور پر اساس دغه سېلابونو د سوماترا ټاپو سخت ځپلی او دغلته زرګونه خلک له لومړنیو اړتیاوو پرته بند پاتې دي.
ورته مهال په سریلانکا کې هم د وروستیو سېلابونو له امله تراوسه ۱۹۳ تنه وژل شوي او ۲۲۸ نور لادرکه دي.
د راپورونو له مخې، دغو سېلابونو په سریلانکا کې له ۲۵ زرو زیات کورنه ویجاړ کړي، شاوخوا ۱۴۷ زره خلک یې بېځایه کړي او له همدې امله په پلازمېنه کولمبو کې بېړنی حالت اعلان شوی.

