د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې، د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار له نوي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.
مولوي نجیبالله حیات حقاني ویلي، د دې لیدنې اساسي موخه د نوي ښارګوټي د پرمختګ، ستونزو او اوسني وضعیت نږدې ارزونه وه، څو د عملي چارو د چټکتیا لپاره زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړې، تمه لري چې د پروژې تطبیقي چارې لا منظمې او ګړندۍ شي.
دغهراز د کور او ښار جوړولو وزیر د یاد ښارګوټي د چارو د لا ښه همغږۍ او پرمختګ لپاره اړوندو مسوولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړو چې وزارت به د خلکو د هستوګنې د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

