د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۸هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۸هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۹۶۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۴۰۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۵۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۲۵۲ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته پینځه میلیونه او۱۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۲۱ کورنیو سره ټولې پینځه میلیون او ۱۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې کډوالو ته لاندې خدمات ورکړل شوي دي:
خواړه: ۱۵ زره ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: ۷۴۷ عدده سیمکارتونه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۳۱ تنه و، ثبت او بایومیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶۸ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۷۵ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۱۴۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په عمري کمپ کې کډوالو ته مخابراتي خدمتونه ورکړل شوي:
۲۶۰ عدده سیمکارتونه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې یې فعالې وې، وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدارنګه یو زر او ۳۹۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په ورېښمو لار کې راستنه شویو کډوالو ته روغتیايي او نور خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۷۳۲ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: کډوالو ته دوه عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
له ټولو لارو راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۵۸۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۱۸۲ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۱۸۷۸۶۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو ټولیز شمېر:
ثبت شوي کډوال: یو زر او ۱۸۸ کورنۍ او شپږ زره او ۵۵۳ وګړي
لېږدول شوي کډوال: یو زر او ۲۶۰ کورنۍ او اته زره او ۱۰۲ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۷۸۰ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او نهه عدده

