د ۲۳ کلنو ځوانانو د مرکزي اسیا فوټبال د غوراوي سیالۍ د ازبکستان په کوربتوب د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او هانکانګ تر منځ د سپټمبر پر اوومه پیل شوې.
په دې سیالیو کې افغانستان درې لوبې درلودې، چې لومړی یې ازبکستان او دویمه یې ایران ته وبایلله او وروستۍ لوبه یې له هانکانګ سره مساوي کړه.
دا لوبه تېره ورځ ترسره شوه، چې ۰-۰ مساوي شوه.
په دې پایلې سره افغانستان د مرکزي اسیا جام سیالیو څخه پاتې شو.
په مرکزي اسیا غوراوي سیالیو کې افغانستان ټولې درې لوبې درلودې، چې دوه یې وبایللې او یوه یې مساوي شوه.
د ۲۳ کلونو لوبغاړو د ۲۰۲۴ کال مرکزي اسیا جام سیالۍ به د قطر په کوربتوب د اسیايي هېوادونو تر منځ ترسره شي.

