اریانا افغان هوايي شرکت، چې د هېواد له پخوانیو هوايي شرکتونو څخه دی، اعلان کړی چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته یې مهم فعالیتونه او لاستهراوړنې ثبت کړې دي.
د اریانا افغان هوايي شرکت په وینا، دغه لاستهراوړنې د بشري ځواک د پراختیا او مسلکي روزنو، د الوتکو او ماشینرۍ د پراختیا، تخنیکي ظرفیتونو د لوړتیا، د کورنیو او بهرنیو الوتنو د زیاتوالي او د خدماتي بنسټونو د پراختیا په برخو کې دي.
د بشري ځواک پراختیا او مسلکي روزنې
د شرکت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې:
- ۷ نوي پیلوټان جذب شوي او له مسلکي روزنو وروسته یې په بوینګ ۷۳۷ الوتکو کې د مرستیال پیلوټ په توګه دنده پیل کړې ده.
- د ایربس A310 او بوینګ ۷۳۷ عمله د سیمولاتور د بیا روزنې لپاره د ایران ماهان تعلیمي مرکز او د شارجه Pier7 مرکز ته استول شوې او خپلې دورې یې بریالۍ پای ته رسولي دي.
- کابین کرو او د ډیسپیچ برخې کارکوونکو د CCM او OCC معیارونو له مخې د اریانا په تعلیمي مرکز کې د بیا زدهکړو کورسونه بشپړ کړي دي.
د الوتنو پراختیا او د مسافرو خدمتونه
اریانا په دې موده کې لاندې فعالیتونه ترسره کړي:
- ۶۱۵۰ تنه حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.
- په بیړنیو مواردو کې د اړینې هوایي اجازې له ترلاسه کولو وروسته VIP او VVIP الوتنې ترسره شوي دي.
- کورني پروازونه بیا پیل او پراخ شوي دي.
- بهرني برنامهيي او چارټري پروازونه ترکیې، سعودي، روسیې، پاکستان، ایران، قطر، هند او چین ته بیا پیل او زیات شوي دي.
- د بېلابېلو نړیوالو موخو لپاره د کارګو د لېږد کچه لوړه شوې ده.
- د لومړي ځل لپاره، د هرات او مزارشریف ولایتونو څخه عمرې د مستقیمو الوتنو لړۍ پیل شوې ده.
تخنیکي ظرفیت لوړول او ترمیماتي لاستهراوړنې
اریانا په تخنیکي برخه کې لاندې پرمختګونه کړي:
- د ایربس A310-300 د الوتکې څوکۍ د کابل هوایي ډګر په رمپ ۷ هنګر کې د کورني ټیم له لوري ترمیم شوې دي.
- د ایربس A310 او بوینګ ۷۳۷ ماشینونو بدلول او ترمیم د متخصصو ټیمونو له لوري دننه په هېواد کې ترسره شوي دي.
- د بوینګ 737-500 الوتکې C+D Check په ۱۷ ورځو کې په کابل کې بشپړ شوی دی.
- د B1 او B2 برخو لپاره د نوو میخانیکانو او انجنیرانو د جذب ظرفیت رامنځته شوی او د کابل پوهنتون او یو شمېر کورنیو او بهرنيو مؤسسو فارغان په کار ګومارل شوي دي.
- د ایران د Flexible کمپنۍ په همکارۍ د Engine Shop مدیریت بیرته فعال شوی او د انجنونو د ماډیولونو بدلون پیل شوی دی.
- په Engine، بدنه، Avionics او Brake System برخو کې د تجربهکارو استادانو حضور برابر شوی، چې له امله یې د الوتکو د برېک د جوړولو، ترمیم او اوورهول امکانات په داخل کې رامنځته شوي دي.
د بنسټونو پراختیا او اداري خدمتونه
- اریانا په کابل ښار کې د څلورراهی شهید په سیمه کې یو شپږمنزلی تعمیر رانیولی او هغه یې اداري دفتر او د ټکټونو د پلور مرکز ګرځولی دی.
- د شرکت په تعمیر کې د لمریزې برېښنا سیستم نصب شوی چې د برېښنا لګښتونه یې راکم کړي او د انرژۍ مصرف یې هم ټيټ کړی دی.
- د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې د کارکوونکو او مېلمنو لپاره د مېلمهخونې جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

