ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اندونیزیا کې د سېلابونو او ځمک‌ښوېیدنې له امله د مړو شمېر ۳۰۳ تنو ته لوړ شوی

رویټرز خبري اژانس د اندونیزیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمک‌ښوېیدنې له امله د مړو شمېر ۳۰۳ تنو ته لوړ شوی دی.

د راپور له مخې، د تېرې یوې اونۍ راپدیخوا د اندونیزیا، مالیزیا او تایلینډ ډېری برخې د توپان له امله د سختو سېلابي بارانونو تر اغېزې لاندې دي، چې د پراخو ځاني او مالي زیانونو اړولو سربېره یې زرګونه خلک هم بې‌ځایه کړي دي.