د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د روسیې په مسکو ښار کې د حیواني روغتیا په کنفرانس کې ګډون او وینا کړې.
مولوي عطاءالله عمري په دې کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې بډایه هېواد دی او د خلکو لویه برخه په دې سکتور کې فعالیت کوي.
ښاغلي عمري زیاته کړې، چې په دې وروستیو کلونو کې حیواني ناروغیو پر حیواني تولیداتو، د خلکو پر ژوند او د هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې ښېندلي دي.
دغهراز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې د څارویو د روزنې او روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی، چې حکومت به د اړوندو ادارو له لارې پانګهوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
سربېره پر دې، نوموړي ټینګار کړی، چې د علمي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا کولای شي د حیواني ناروغیو په پېژندنه، مخنیوي او سم مدیریت کې اغېزمن رول ولوبوي.
همدارنګه د کنفرانس مسولینو هم د څارویو د روغتیا د ښهوالي لپاره د ګډو پروګرامونو د جوړولو او د هېوادونو ترمنځ د مسلکي تجربو د تبادلې غوښتنه کړې ده.

