ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۷هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۷هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې یو زر او څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۵۹۲تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۶۴۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره  او ۸۴۶تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته پینځه میلیونه او ۴۶۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۴۷کورنیو سره ټولې اووه میلیونه او ۹۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۱ زره او۷۷۶خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۴۲عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۸۳کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو یو زر او ۴۸۳تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۹۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۹۴تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون او ۳۲۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵۵کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۷۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۶۶عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۲۲۱مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۷۳تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۳۸عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲کورنیو سره ټولې۲۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۹۶۲‍کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۷۲۱تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور میلیونه، ۷۴ زره او ۹۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د معلوماتو او عامه پوهاوي کمېټه

له ټولو لارو راستنو شویو کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

ټولیز ارقام

ثبت شـــــوي کډوال: یو زر او ۳۵۷کورنۍ او اووه زره او ۳۲۶وګړي

لېږدول شـوي کډوال: یو زر او ۹۹۵کورنۍ او ۱۰ زره او ۶۶۱وګړي

مرسته شوي کډوال: یو زر او ۲۴۱کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۳۴۶عــــدده