ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۱۷ عمري قول اردو منسوبینو په تېرو شپږو میاشتو کې له زرو ډېر نظامي وسایط او ۱۲۵ میله بېلابېل ډوله وسلې ترمیم کړي

ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د تخنيک او اسلحې مدیریت مسلکي منسوبينو د حمایوي او لوژیستیکي کنډک په ورکشاپونو کې یو زر او ۱۲۷ بېلابېل پوځي وسایط او ۱۲۵ميله بېلابېل ډوله وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، په دغو وسایطو کې ۱۰۴ زغره‌وال هاموي ټانګونه، ۱۱ ضربتي ټانګونه، ۱۱۴ اِنټرنېشنل، ۶۵۸ رنجر، ۲۲ فورکلفت، ۱۰ سيار رنجر ورکشاپ، ۱۱ رنجر امبولانس، ۱۴ هايلکس، ۵ کرين او نور بېلابېل غيرې زرهي وسايط شامل دي.

دغه راز د  اسلحې په ورکشاپ کې دوه SPG9، يو ميل هشتادو دو توپ ، پینځه ميله روسي دهشکې،  څلور ميله زيو ام 23، دوه میله M-203 ، ۴۱ ميله M16 کلاشنکوفونه،۵۶ ميله M4، يو ميل M2، څلور ميله پيکاه او نوري بېلابېلې وسلې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.