ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي او د یاد هېواد سوداګرۍ خونې پلاوي له غړو سره لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د ایران د سوداګرۍ خونې رییس د افغانستان پر کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو، مسو او اوسپنې کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د خبرپاڼې پر اساس، نوموړي ژمنه کړې چې د کانونو کیندنې، د اوسپنې ویلې کولو کارخونې رامنځته کولو، مجهز لابراتوار او د افغان انجینرانو د روزلو په برخه کې به همکاري کوي.