د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۶هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۶هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
د سپین بولدک له لارې ۹۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۴۲۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له سپین بولدک څخه ۵۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۵۴۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته پینځه میلیونه او ۲۹۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۱۱ کورنیو سره ټولې اته میلیونه او ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۱ زره او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۴۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
د تورخم له لارې ۴۴۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو دوه زره او ۴۲۵ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له تورخم څخه ۳۸۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۳۴ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه ،۲۹۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹۶ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۲۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۶۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د اسلام کلا له لارې ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۲ کورنیو سره ټولې ۳۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همداراز یو زر او ۴۷۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰ کورنیو سره ټولې ۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۸۴۷ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۵۷ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له کابل څخه ۹۰۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور زره او ۱۸۶ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه،۶۵۵ زره او۸۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهوي کمېټه؛
له ټولو لارو راستنېدونکو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه پوهاوی ورکړل شوی.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: یو زر او ۵۱۵ کورنۍ او اته زره او ۲۳۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: یو زر او ۸۷۸ کورنۍ او نهه زره او ۷۶۰ وګړي
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۴۵۹ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۳۶۸ عدده

