ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تهران کې د ایکو سازمان له سکرتر جنرال سره د افغان سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) له سکرتر جنرال اسد مجید خان سره لیدنه کړې.

ایران کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان سفارت او ایکو سازمان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د دې سازمان په ناستو کې د رغنده او اغېزمن ګډون د اسانتیاوو په اړه یې خبرې وکړې.