ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له مولوي امیرخان متقي سره د تاجیکستان د ځانګړي استازي لیدنه؛ د دوه اړخېزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

د تاجیکستان ځانګړي استازي په مشرۍ د دغه هېواد لوړپوړي پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د اقتصادي او سیاسي اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

مولوي امیرخان متقي د افغانستان او تاجیکستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.

تاجیکستاني پلاوي له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دواړه هېوادونه کولای شي په بېلابېلو برخو کې ښې اړیکې ولري.