د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۸۰میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان وچې او تازه مېوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
یاد معاونیت زیاته کړې، هند، روسیه، چین، اوزبیکستان، سعودي عربستان، قزاقستان، قطر، ایران، عراق، متحده عربي امارات، پاکستان، تاجیکستان او یو شمېر نور هېوادونه د افغانستان صادراتو اصلي ځایونه دي.
دغهراز د غه معاونیت د معلوماتو له مخې، انځر، پسته، بادام، جلغوزه، چهارمغز، ممیز، انګور، زردالو، انار، مڼې، خټکې، هندواڼې، ناک، ګیلاس او ګڼې نورې مېوې د افغانستان صادراتو لویه برخه تشکیلوي.
اقتصادي معاونیت زیاته کړې، دغه صادارت د ځمکنیو مسیرونو سربېره د هوایي دهلېزونو له لارې هم شوي دي.
اقتصادي معاونیت د اوسپنې شبکې پراختیا، د هېواد مهمو لارو بیارغول او یو شمېر هېوادونو سره د افغانستان هوایي دهلېزونو بیا فعالول د صادراتو برخه کې د اسلامي امارت له کلیدي اقداماتو یاد کړي دي.

