په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت د امام ابو حنیفه (رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو، سفارتي استازو، نړیوالو بنسټونو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په پرانېستغونډه کې وویل، اوسمهال افغانستان له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، هغه اقتصادي خوځښت چې اوس افغانستان کې منځته راغلی، هیڅکله به ونه درول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر چابهار بندر ته په اشاره وویل، هغه هوکړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ شوې، دغه بندر په یوې مناسبې ترانزیټي لارې بدلېږي.
د نورالدین عزیزي په وینا، هغه ژمنتیا چې د ایران او افغانستان ترمنځ شتون لري، غواړو د چابهار او میلک ترانزیټي لاره په یوه نړیواله لاره او د اوسپنیزې کرښې په دهلېز باندې بدله کړو.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل، د اسلامي امارت کابینې د هېواد په هوایي دهلېزونو کې د خنډونو لهمنځه وړلو په موخه ناستې کړې دي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د هېواد د سوداګرو لپاره په رقابتي بییو نوې او مناسبې الوتکې پېرل کېږي یا کرایه کېږي.
د ښاغلي عزیزي په وینا، دغه پروګرام د دې لپاره پیل شوی، چې افغان سوداګر وتوانېږي، په اسانۍ سره خپل صادراتي توکي نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل، د افغانستان کرنه اوسمهال د مېکانیزه کېدو په لور روانه ده.
د نوموړي په وینا، په کرنیزه برخه کې پخوا له اوبو څخه په سېلابي توګه ګټه اخیستل کېده، چې اوس په قطرهيي او باراني توګه کارول کېږي.
د کرنې وزارت دغه راز وویل، افغانستان له کلونو راهیسې د اوبو د بنسټونو د نشتون او مدیریت له امله زورېده؛ مګر د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته د اوبو د بنسټونو د رغولو او مدیریت لپاره اړین ګامونه پورته شوي دي.
دغه یو اوونیز نندارتون کې د تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکټورونو بېلابېل محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په پرانېستغونډه کې وویل، د ایران ترانسپورټي او ترانزیټي وړتیاوې له دې ډلې بندر عباس، چابهار بند او د اوسپنې کرښې د افغانستان د خلکو په خدمت کې دي.
ښاغلي بیکدلي زیاته کړه، ایران به د افغانستان په اقتصادي ثبات او وده کې خپل رول ترسره کړي او د اقتصادي موخو مخکې وړلو لپاره به د هر وخت څخه زیات د افغانستان د ملت او حکومت ترڅنګ ولاړ وي.
د ښاغلي بیکدلي په وینا، د افغانستان کرنیز او کاني توکي له دې ډلې وچه مېوه د ایران په بازارونو کې ځانګړی ځای او ارزښت لري.
د یادونې وړ ده، چې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون د سیمې او نړۍ د ۱۵ هېوادونو په ګډون، نن د لړم په ۲۶مه پیل او تر ۷ ورځو به دوام وکړي.

