ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر: افغانستان له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په پرانېست‌غونډه کې وویل، اوس‌مهال افغانستان له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، هغه اقتصادي خوځښت چې اوس افغانستان کې منځته راغلی، هیڅکله به ونه درول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر چابهار بندر ته په اشاره وویل، هغه هوکړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ شوې، دغه بندر په یوې مناسبې ترانزیټي لارې بدلېږي.

د نورالدین عزیزي په وینا، هغه ژمنتیا چې د ایران او افغانستان ترمنځ شتون لري، غواړو د چابهار او میلک ترانزیټي لاره په یوه نړیواله لاره او د اوسپنیزې کرښې په دهلېز باندې بدله کړو.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل، د اسلامي امارت کابینې د هېواد په هوایي دهلېزونو کې د خنډونو له‌منځه وړلو په موخه ناستې کړې دي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د هېواد د سوداګرو لپاره په رقابتي بییو نوې او مناسبې الوتکې پېرل کېږي یا کرایه کېږي. 

د ښاغلي عزیزي په وینا، دغه پروګرام د دې لپاره پیل شوی، چې افغان سوداګر وتوانېږي، په اسانۍ سره خپل صادراتي توکي نورو هېوادونو ته ولېږدوي.