د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رییس انجینر احمد ضیاء خالد په مشرۍ له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د رهبرۍ کمېتې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د یاد صندوق د عملیاتي ټیم په ګمارنه، د کابل ځانګړي صادراتي زون د احاطوي دېوال او یو شمېر سایبانونو جوړلو، د صندوق له بودیجې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هېواد په بندرونو کې د سړو خونو جوړولو او د ورزشي او سوداګریز کمپلکس د جوړولو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

