ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: امریکايي بې‌پېلوټه الوتکې د ځینو هېوادونو له فضا افغانستان ته داخلیږي او زموږ حریم نقضوي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد صدا و سیما سره ځانګړې مرکه کې ویلي، امریکایي بې پېلوټه الوتکې د افغانستان حریم نقضوي او د ځینو هېوادونو له هوایي حریمونو په تېرېدو سره افغانستان ته داخلیږي.

ښاغلي مجاهد په دې مرکه کې د رسمیت پېژندنې په اړه ویلي، اسلامي امارت ۴۰ ډېپلوماټیکې استازولۍ لري او په وینا یې له کوربه هېوادونو سره ښې اړیکې ټېنګې شوي، ځینې هېوادونه بشپړو او رسمي اړیکو ته تیار دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي د لوېدیځو او اروپایي هېوادونو پر سیاستونو نیوکې کړي او ویلي یې دي، د دې هېوادونو سیاستونه له جګړییز حالت نه، نه دي را وتلي، او باید بدلون ومومي.

مولوي ذبیح الله مجاهد په دې مرکه کې د افغانستان پر خلکو او د اسلامي امارت پر مشرانو لګېدلي بندیزونه غندلي او د دې بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، اسلامي او ګاونډي هېوادونه له اسلامي امارت سره ډېرې ښې اړیکې لري.