په کرملین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف ترمنځ د «سترې هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ او مشارکت سند» په رسمي مراسمو کې لاسلیک شو.
د روسیې او قزاقستان ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ جامع سند لاسلیک، د سیمهییزو همکاریو پر اهمیت او د ګډو پروژو پر پراختیا ټینګار کوي او څرګندوي چې افغانستان د منځنۍ آسیا د ثبات او د راتلونکي پرمختګ په معادله کې یو بنسټیز او نهبېلېدونکی رول لري.
دا سند به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سیاسي او پرمختیايي اړیکې پیاوړې او د اوږدمهالو سیمهییزو پروژو لپاره به زمینه برابره کړي.
همدارنګه په یادو مراسمو کې دواړو ولسمشرانو د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي:«روسیه به د هر هغه ګډ نوښت ملاتړ کوي، چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان د اقتصادي او بشري حالت د ښه والي لامل شي. »
قزاقستان مخکې له دې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په شتون کې د شریکو هېوادونو په ملاتړ د دوامدارې پراختیا سیمه ییز مرکز په الماتا ښار کې پرانېستی و.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې مرکز د جوړېدو هرکلی کړی او دا یې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره یو مهم ګام بللی.
همدارنګه د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د روسیې ولسمشر سره لیدنه کې له افغانستان څخه د خپل هېواد د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
قاسم جومارت توقایف ویلي:«قزاقستان د بشري مرستو، تعلیمي پروژو، سوداګرۍ پراختیا او خوړو خوندیتوب نوښتونو له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی. »
بلخوا بیا سیاسي شنونکي وایي، روسیه چې د امنیت شورا پینځو دایمي غړو کې شامله ده؛ د نړۍ لومړنی هېواد شو چې روان کال کې یې اسلامي امارت د افغانستان د نظام په توګه په رسمیت وپېژانده.
د مسکو تر دې پرېکړې وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې په رسمي بلنه د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
مولوي امیرخان متقي په دې ناسته کې ویلي و، چې اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي، له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ رغنده اړیکې غواړي.

