په انقره کې د اسلامي امارت سفیر شیخ صنیعالله فرهمند د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد اکتاش سره لیدنه وکړه.
ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او کلتوري اړیکو سربېره په کوربه هېواد کې د مېشتو افغانانو پر بېلابېلو ستونزو او اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.

