د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر کې د اسانتیا او چټکتیا په موخه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د برېښنایي پېژندپاڼو نوې وېش څانګه پرانیستل شوه.
د پرانېستې په مراسمو کې د کندهار ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي سید نور احمد سعید، د سپین بولدک ولسوال مولوي عبدالکریم جهادیار، قومي مشرانو او خلکو او د وېش څانګې کارکوونکو ګډون کړی و.
د کندهار ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي سید نور احمد سعید د غونډې په پیل کې ویلي، چې د سپین بولدک ولسوالۍ د خلکو د اسانتیا لپاره دا څانګه جوړه شوې، تر څو د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو بهیر د ولسوالۍ اوسېدونکو ته اسانه او چټک شي.
نوموړي زیاته کړې، هڅه یې دا ده چې د ولایت نورو ولسوالیو ته هم د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګو په پراختیا سره خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د سپین بولدک ولسوال مولوي عبدالکریم جهادیار هم په خپلو خبرو کې د دې څانګې پر پرانېسته خوښي ښودلې او دا یې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهم او مثبت ګام یاد کړی دی.

