د کورنیو چارو وزارت وایي، د زابل امنیې قومندانۍ د پولیسو د ښوونې او روزنې له مرکز څخه ۱۱۰ تنه پولیس له لنډ مهاله مسلکي زدهکړو څخه فارغ شول.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زابل امنیې قومندان مولوي عبدالحلیم حلیمي د فارغ شویو پولیسو هڅې وستایلې او هغوی ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
نوموړي له فارغو پولیسو وغوښتل، چې له خلکو سره نېک چلند وکړي او د قانون د پلي کولو پر مهال د ورورولۍ او اخلاقو اصول مراعات کړي.
د مراسمو په پای کې، فارغ شویو منسوبینو د پوځي او تشریفاتي تمرینونو ننداره هم وړاندې کړه.

