د اوبو او انرژۍ وزارت پلاوي د ایران په پلازمېنې تهران کې «د برېښنا صنعت» په ۲۵ نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.
دغه پلاوي په نندارتون کې د برېښنا صنعت له هغو بېلابېلو تجهیزاتو او تولیداتو لیدنه وکړه، چې نندارې ته اېښودل شوي او د دې نندارتون له مسولینو سره یې خبرې وکړې.
همدارنګه یاد پلاوي د دې سربېره د ایران د اوبو انرژۍ وزارت له استازي سره هم لیدنه وکړه او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

