د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه کې د صهیونیستي رژیم لهخوا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه درې تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د سهشنبې په ورځ د دغو وژنو پخلی کړی او د غزې د ملکي دفاع ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۳۵ نا پېژندل شویو فلسطینیانو جسدونه یې د «الشفا» روغتون ته لېږدولي، څو د هغوی د پېژندنې هڅې وشي.
د غزې د روغتیا وزارت زیاتوي، چې صهیونیستي رژیم په نږدې دوه کلنه جګړه کې د غزې په تړانګه کې د شهیدانو شمېر ۶۹ زرو او ۱۸۲ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۱۷۰ زرو او ۶۹۴ ته لوړ شوی دی.
یاد وزارت څرګنده کړې: «لا هم ګڼ شمېر کسان تر کنډوالو لاندې دي، ځکه تر اوسه امبولانسونه او د ملکي ژغورنې ډلې نه دي توانېدلي چې هغوی ومومي.»
د غزې د حکومت د رسنیو دفتر په راپور کې راغلي، چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د اکتوبر له ۱۰مې د نومبر تر ۱۰مې پورې لږ تر لږه ۲۸۲ ځله د هوايي، توپچي او مستقیمو ډزو له امله د اوربند له تړونه سرغړونه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي رژیم د اوربند له هوکړې وروسته هم خپلو مرګونو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

