ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې د ۳۰ بېلابېلو پراختيايي پروژو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا د وزير ملا محمد يونس اخندزاده له لوري د هرات ولايت په ۱۰ ولسواليو کې د شاخوا ۲.۷ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۰ بېلابېلو پراختيايي پروژو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير، د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست ريس مولوي عبدالسلام هجرت، یو شمېر نورو مسوولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، چې د یادو پروژو د کار په بهير کې به سلګونه تنو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې د اړوندو ولسواليو د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي.