ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۱۹هـ قـ نېټه چې د ۱۴۰۴/۸/۱۹هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

کندهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې یو زر او ۱۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او  ۷۸۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۸۸۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه زره او ۲۸۶ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، میدان وردګ، فراه، هلمند، نیمروز او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته اته میلیونه، ۴۰۹ زره  او۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۵۶۷ کورنیو سره ټولې۱۳میلیونه او ۲۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي:

خواړه: ۱۷ زره  ۳۶۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته یو زر او ۴۷۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننګرهار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۳۲۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۸۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۹۲۸ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۹۹۱ زره  او۱۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸۵ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۲۳۰ زره   افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې خدمات وړاندې شوي دي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۵۳۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له بهرامچې څخه ۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳۲ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون او ۸۲۱ زره   افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۸ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۵۰ زره   افغانۍ مرسته شوې ده.

هرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

له ۵۸ کورنیو سره ټولې۴۰۶ زره   افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدارنګه ۱۰۲۸ تنه مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

له ۱۱ کورنیو سره ټولې۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په ورېښمو لار کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې خدمات وړاندې شوي دي:

روغتیا: ۶۲۵ تنه درملنه شوې ده.

مخابرات: ۵۷ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه یو زر او ۹۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ زره  او ۱۳۳ تنه و، کندز، بلخ، بغلان، جوزجان، ننګرهار، سرپل، تخار، پکتیا او پکتیکا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ میلیونه، اته زره او ۸۵۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د کډوالو  د ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د عامه پوهاوي کمېټې له لوري، په ټولو یادو لارو کې راستانه شویو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور عامه پوهاوی ورکړل شو.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې ډول دي:

ثبت شوي کډوال: یو زر او ۸۳۱ کورنۍ او ۱۰ زره  او ۳۹۶ تنه

لېږدول شوي کډوال: درې زره او ۳۴۷ کورنۍ او ۱۸ زره  او ۹۷۹ تنه

مرسته شوي کډوال: دوه زره او ۱۵۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: دوه زره او ۶۶ عدده