د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
مولوي مطیع الحق خالص د جاپان له سفیر څخه غوښتنه کړې، چې په نړیوالو چاپېریالي غونډو کې د چاپېریالي کنوانسیونونو او مالي میکانیزمونو کې د افغانستان د پروژو ملاتړ وکړي او همداراز په نړیوالو چاپېریالي غونډو کې افغان پلاوي ته بلنه ورکړي.
نوموړي ویلي، چې اقلیمي بدلون د افغانستان له لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې باید له افغانستان سره مرسته وشي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص ویلي، د اقلیم د بدلون (COP 30) نړیواله ناسته کې د افغانستان نه دعوتول د افغانانو پر وړاندې د ظلم او بې عدالتۍ دوام دی.
نوموړي زیاته کړې، که په نړیوالو غونډو کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه ور نه کړل شي دا به د چاپېریالي کنوانسیونونو د تعهداتو د پلي کېدو په برخه کې ستونزې پیدا کړي او د افغانانو ستونزې به تر نړیوالو و نه رسیږي.
د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو ویلي، د اسلامي امارت له خوا چې د امنیت په راوستو، مخدره توکو او د فساد په له منځه وړلو کې کوم اقدامات ترسره شوي دي، د ستاینې وړ دي.
دغهراز نوموړي هیله ښودلې، چې د ټولنې د پیاوړتیا او هوساینې لپاره به له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي.
د جاپان سفیر زیاته کړې، چې د نړیوالو سره د افغان حکومت د اړیکو د ښه کولو لپاره به کار وکړي.
ښاغلي ماساموتو ژمنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره به روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
همدارنګه په پای کې دواړو خواوو پر ګډه همکارۍ ټینګار کړی او ژمنه شوې، چې د چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې به ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.

