ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابینې نهمه غونډه؛ د غیر مالیاتي عوایدو او نفت او ګازو د لابراتوارونو په اړه بحث شوی

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې نهمه غونډه د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ وشوه.

غونډه کې د پراختیایي پروژو د څرنګوالي په اړه بحث او د غیر مالیاتي عوایدو راپورونه تایید شول او پرېکړه وشوه؛ چې مربوطه ادارې دې ټول شوي وړاندیزونه په نظر کې ونیسي؛ ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره او اسانتیاوې رامنځته شي.

همدا راز مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه چې هر څومره ژر کېدلای شي د نفت او ګازو د لابراتوارونو اړوند دستګاوې له معیار او کیفیت ادارې سره په همغږۍ وپېري؛ تر څو د غیر معیاري نفتو او ګازو د واریدېدلو مخه ونیول شي.