ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دوکتور محمدنعیم: له فغان کډوالو سره ناوړه چلند د بشري او اسلامي اصولو خلاف عمل دی

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم په افغانستان کې د بشري همغږۍ په چارو کې د ملګروملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال اندریکا رټواټي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د جبري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو په حل او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

دوکتور محمدنعیم وویل، اسلامي امارت د ټولو هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دی، چې چارې یې د افغانانو په خیر وي.

نوموړي همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې له افغان حکومت سره په ګډه د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

همداراز دوکتور محمدنعیم ټینګار وکړ، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پر مهال روان ناوړه چلند د ټولو بشري اسلامي او ګاونډيتوب د ارزښتونو خلاف دی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه خپل غږ پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د افغانستان د عمومي امنیت له ټینګښت او لرې پرتو سیمو ته د خدمتونو د رسېدو له امله خوښي وښوده او زیاته يې کړه، سربېره پردې چې مالي سرچینې محدودې شوې دي، خو بيا هم ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډ کار ته ژمن دي او دوام ورکوي.