ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې د ایران جنرال قونسل د دې ولایت له والي سره د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړي

هرات کې د ایران جنرال قونسل علي‌رضا مرحمتي د دې ولایت له والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره لیدنه وکړه.

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو او کرنیزو همکاریو په تړاو خبرې شوې دي.

همدارنګه په دې لیدنه کې د هرات والي د اسلام‌قلعه بندر له لارې د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په برخه کې د ایران د جنرال قونسل د لازیاتې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی.