په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان په شمال کې له زلزله ځپلو سره د دغه هېواد بېړنۍ مرستې کابل ته رسېدلې دي.
یاد سفارت شنبه د لړم پر ۱۷مه په اېکس کې لیکلي، چې په دغو مرستو کې کمپلې او توشک شامل دي او ټاکل شوې د افغانستان شمالي ولایتونو ته واستول شي.
دغهراز سفارت زیاته کړې، چې دا مرستې افغاني سرې میاشتې ټولنې او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ته سپارل شوې دي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموتو ویلي: «هیله لرم دا بېړنۍ مرستې په بېړه هغو ته ورسېږي چې ډېره اړتیا ورته لري. د جاپان خلک په دغه سخت وضعیت کې خپل یووالی له افغانانو سره اعلانوي.»
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د ريښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د کابل په ګډون د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول.

