د افغانستان په شمال کې شاوخوا یوه بجه د ۶.۳ درجې یوې زورورې زلزلې له کبله لسګونه کسان شهیدان او ګڼ شمېر هېوادوال ټپیان شوي دي.
د دې زلزلې له امله ګڼ کورنه ویجاړ شوي او بېشمېره مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د زلزلې مرکز د سمنګان خلم ولسوالي یاده کړې ده.
یادې ادارې زیاته کړې، چې زلزله د ځمکې له سطحې شاوخوا ۱۰ کيلومتره ژوره وه.
ورته مهال یو شمېر هېوادونو د افغانستان له خلکو سره د همدردۍ څرګندونه کړې، د تسلیت پیغامونه یې ورکړي او د بشري مرستو لپاره یې د خپلې چمتووالي ټینګار کړی دی.
کابل کې د سعودي عربستان سفارت:
کابل کې د سعودي عربستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هېواد په شمال کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
په یاده اعلامیه کې، سعودي عربستان له افغان ملت سره د خواخوږۍ ترڅنګ ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت:
د قطر د بهرنيو چارو وزارت پر اېکس خپره کړې يوه خبرپاڼه کې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې “د بهرنیو چارو وزارت د قربانيانو له کورنيو، د افغانستان له چارسمبالي حکومت او د دغه هېواد وګړو ته د قطر دولت خواشیني او همدردي وړاندې کوي او د ټپيانو د ژر رغېدو هيله لري.”
افغانستان کې اروپايي ټولنه:
افغانستان کې د اروپايي ټولنې څانګې پلاوي په یو پیغام کې د هېواد په شمال کې د تېرې شپې زلزلې له امله ژوره خواشيني ښودلې.
یادې ټولنې د زلزلې قربانیانو کورنیو سره د غمشریکۍ په ترڅ کې ویلي، د افغانستان خلکو سره ولاړ دي او د اروپایي ټولنې د بشري مرستو ډلې د سیمې د بررسۍ په حال کې دي.
په کابل کې د ایران سفارت:
په کابل کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې د هېواد په شمال کې د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره غمشریکي ښودلې ده.
یاد سفارت ويلي، ایران به په هر ډول شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ وي او د سیمې د خلکو له پېژندنې وروسته به اړینې مرستې ور ورسوي.
په کابل کې د جاپان سفارت:
کابل کې د جاپان سفارت د اعلامیې په خپرولو سره د هېواد په شمال کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
یاد سفارت زیاته کړې، جاپان وضعیت څاري او د زیانمنو ملاتړ په پام کې لري.
د هند د بهرنیو چارو وزیر:
د هند بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په شمالي سیمو کې د تېرې شپې زلزلې په هکله د خواخوږۍ پیغام خپور کړی.
د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر په یوه اېکس پیغام کې ویلي، هند په افغانستان کې د زلزله ځپلو لپاره نن د مرستو توکي سپارلي او په وینا یې د درملو مرسته به هم ژر ورسېږي.
د ښاغلي شنکر په پیغام کې ویل شوي: ”نن مازدیګر مې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې، چې په بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د زلزلې له کبله د سر د اوښتي زیان په هکله خپله خواخوږي څرګنده کړم.
موږ هند ته د هغه له سفر راهیسې د خپلمنځي اړیکو پرمختګ او د هند او افغانستان د خلکو تر منځ اړیکو ښه کولو په هکله وغږېدو.
همدارنګه د سیمې وضعیت په هکله د نظرونو تبادله مې وستایله.

