ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کورنیو چارو وزارت: ۸۱۰ تنه د ځانګړو ځواکونو مجاهدین له ښوونیزو مرکزونو څخه فارغ شول

کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت د پولیسو د ځانګړو ځواکونو ۸۱۰ تنه مجاهدین د ساتنمنۍ د دوه میاشتنیو مسلکي زده‌کړو له بشپړولو وروسته د کابل، بلخ او لوګر له ښوونیز مرکزونو څخه فارغ شول.

 د پولیسو دغو ځانګړو ځواکونو په دغه روزنیزه دوره کې د بنسټیزو نظامي او مسلکي مهارتونو تر څنګ شرعي او عقیدوي زده‌کړې هم ترلاسه کړي دي.

 د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه مجاهدین چمتو دي، تر څو د خپل اسلامي نظام، مجاهد ملت او با ارزښته جهادپالې خاورې د دفاع په برخه کې په وخت، دقیق، ژور او پرېکنده اجرات وکړي.