ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۴۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۴۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتني پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د یادې قول اردو قومندان مولوي عبدالقیوم روحاني، د ملي دفاع وزارت څخه ورتللي پلاوي او ګڼ شمېر نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مسؤلینو فارغ شویو منسوبینو ته هر اړخېزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه، تاسو نن په عقیدوي او مسلکي ډول روزل شوي یاست، د خپل هېواد له سرحداتو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه به په پوره میړانه دفاع وکړئ.

په پای کې فارغانو د مسوولینو په وړاندې خپل مهارتونه په لوړ مرال سره وښودل او مراسم د بري‌لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.