ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عدلیې وزیر په مشرۍ د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون غونډه وکړه

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د اراضي او امارتي ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېسیون غونډه وکړه.

په دې غونډه کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور، د سترې محکمې استازي مولوي محمد حماد، د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د امارت د قضایاوو عمومي رییس او د کمېسیون سکرتر احسان الله وثیق او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود.

عدلیې وزارت وايي، چې په دې غونډه کې د کمېسیون او اختصاصي محکمې د پرېکړو د پلي کولو لپاره د ځانګړې امنیتي قطعې د رامنځته کولو، د کمېسیون او اختصاصي محکمو د پرېکړو او د پلي کولو طرزالعمل د موادو د اجرا، په غور ولایت کې د عامه څړځایونو د تثبیت او د هېواد په درېیو ولایتونو کې د څه باندې ۲۴ زره جریبه ځمکو موضوعاتو په اړه بحث شوی دی.

دغه‌راز په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ځانګړې امنیتي قطعې د رامنځته کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي او همدارنګه پر هغو ځمکو چې په اړه یې پرېکړې شوې «د کمېسیون او اختصاصي محکمو د پرېکړو د پلي کولو طرزالعمل» د موادو د طبیق څرنګوالی بررسي شوو.

همدارنګه د کمېسیون رهبرۍ په هرات، هلمند او بلخ ولایتونو کې د څه باندې ۲۴ زره جریبو ځمکو په اړه اړین تصمیم ونیو او لارښوونه یې وکړه، په هغو مواردو کې چې اړتیا وي، لا زیات معلومات او سندونه دې راټول شي.