ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عدلیې وزیر: مسوولین دې په اخلاص، رښتینولۍ او امانت‌دارۍ د خلکو خدمت ته کار وکړي

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي له مرکزي رییسانو، ځینو ولایتي رییسانو او د دغه وزارت نورو مسوولینو سره په یوې ناسته کې پر سالم مدیریت او خلکو ته د خدمت کولو ټینګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل، چې له اسلامي نظام سره په اخلاص او رښتینولۍ کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ولس د اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره ګڼ شمېر قربانۍ ورکړي دي او مستحق دی، چې معیاري او باکیفیته خدمتونه ورته وړاندې شي.

شیخ عبدالحکیم شرعي مسوولینو ته په خطاب کې وویل، چې په سمه توګه ولس ته خدمت وکړي، ځکه دې ملت د اوږدو کلونو راهیسې ډېر کړاوونه او ستونزې ګاللي دي.

د عدلیې وزیر څرګنده کړه، لکه څنګه چې فتح او د اسلامي نظام واکمنېدل یو ستر نعمت دی، په راس کې یې د یو داسې امیرالمؤمنین لرل، چې پر خلکو ډېر مهربانه او شریعت ته زیات پابند دی، هم یو نعمت دی.

نوموړي د امیر اطاعت ته په ټینګار وویل، چې د نظام ټول مسوولین دې په اخلاص، رښتینولۍ او امانت‌دارۍ سره د خلکو خدمت ته کار وکړي او له هر ډول کړنو څخه چې اسلامي نظام ته زیان رسوي، ډډه وکړي.

همدارنګه په دې ناسته کې د عدلیې وزارت نورو مرکزي او ولایتي مسوولینو هم خپل نظرونه او کاري ننګونې مطرح کړې، چې د حل په برخه کې اړینې لارښوونې ورکړل شوې.