د خوست ولایتي ادارې په هڅو او منځګړیتوب، د تڼیو ولسوالۍ اړوند بندهخېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۸ کلنه خپلمنځي مرګونې شخړه، چې یو تن پکې وژل شوی و، حل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل، وړاندې له دې چې کومه بده پېښه رامنځته شي، باید مخه یې ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه، بد رواجونه هغه څه دي چې د نورو بدبختیو ترڅنګ خپلمنځي شخړې هم زېږوي.
مرستیال والي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو پر تطبیق ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د یادو فرمانونو تعقیب او عملي کول د بدو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنیوي اغېزمنه وسیله ده.
دغهراز ښاغلي قانت له علماوو او قومي مخورو وغوښتل، چې د خپلمنځي شخړو په حل کې جدي هڅې وکړي، ځکه د ده په وینا، علما او قومي مشران د دغسې شخړو په هوارولو کې مهم او بنسټیز رول لري او دا یې د دوی ملي او ديني مسولیت وباله.
د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس میا محمد ولي صديقي وویل، وروسته له هغې چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر بنسټ په خوست کې د شخړو مخنيوي کمیسیون جوړ شوی، ترې دمه یې د ياد ولايت په مرکز او ولسوالیو کې ٨٤ خپلمنځي شخړې هوارې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په خوست کې ټولې خپلمنځي شخړې د دوی سره ثبت دي او د حل په موخه کې اړینې هڅې روانې دي.
ښاغلي صدیقي له دواړو لوریو وغوښتل، چې د راتلونکي لپاره له هر ډول شخړو او لانجو ډډه وکړي او د سولې او ورورولۍ فضا ټینګه وساتي.
همدارګه د قومي مخورو په استازیتوب میرناګل په خپلو خبرو کې وویل، له بده مرغه چې بدو رواجونو او ناوړه دودونو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره د دغو ناسم رواجونو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ کار شوی او لا هم دوام لري.
میرناګل څرګنده کړه، اوس هر ډول مناسب شرایط برابر دي، څو د ولسونو، قومونو او کورنیو تر منځ شخړې او ستونزې هوارې شي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د یادې ولسوالۍ د شخړو د حل په برخه کې به اړینې هڅې کوي او هېڅ ډول هڅه به ونه سپموي.
په پای کې، دواړو کورنیو په یاده پرېکړه رضایت څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به هېڅ ډول اقدام او کرکه نه کوي، بلکې د احوت ژوند ته به دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې دا شخړه په داسې حال کې هوارېږي، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت اړوند د باک ولسوالۍ کې ۲۹ کلنه شخړه، چې پینځه تنه پکې وژل شوي وو، د تل لپاره حل او هواره شوه.

