ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک مرستیال: افغانۍ د سیمې په کچه باثباته پولي واحد دی او ورځ تر بلې یې ارزښت لوړېږي

د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد اغا په مشري د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د بانکي سکټور د فعالیتونو ښه‌والي، د نویو بانکنوټونو توزیع، مشتریانو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او د نورو بانکي موضوعاتو په اړه د سوداګریزو بانکونو له استازو سره خبرې اترې وشوې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد اغا ویلي، چې الحمدالله د افغانستان بانک د معقولو سیاستونو او مؤثرو کړنو په پایله کې د هيواد بانکي سکټور په تېرو دوو کلونو کې د بیلا بیلو ستونزو سربېره د پام وړ پرمختګ کړی.

دغه رزا افغانستان بانک په بریالۍ توګه دا سکټور د بحران له حالت څخه ژغورلی، چې دا چاره نه یوازې د هېواد د بانکي سکټور د ټینګښت لامل شوه، بلکه د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتنې په برخه کې یې هم مثبتې پایلې درلودلې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس مهال افغانۍ د سیمې په کچه د باثباته پولي واحدونو څخه شمېرل کیږي او ورځ تر بلې یې ارزښت نور هم ښه کیږي.

ښاغلي نور احمد اغا د سوداګریزو بانکونو له استازو غوښتي، چې خلکو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او د مشتریانو ستونزو ته په سمه توګه رسیدنه وکړي.

نوموړي د افغانۍ د ترویج او د مندرسو بانکنوټونو په نویو بانکنوټونو د بدلولو پروسه کې د سوداګریزو بانکونو رول مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې بانکونه دې په دغو برخو کې د روڼتیا اصل په پام کې نیولو سره خپل مسولیتونه او همکاري جاري وساتي.

ښاغلي نور احمد اغا ټینګار کړی، چې بانکونه بايد د مالي سيستم د اغېزمنتيا او پياوړتيا په موخه د افغانستان بانک له مقرراتو او متحدالمال مکتوبونو سره سم خپل فعاليتونه پرمخ یوسي.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو د افغانستان بانک مشرتابه سره د بانکي سکټور اړوند بیلا بیل موضوعات شریک کړي، چې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د قانون او مقرراتو په رڼا کې د مناسبو حللارو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د همکاریو ژمنه ورسره کړې ده.