د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري په استانبول کې د زندانونو د تربیت او اصلاح نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ترکیې د زندانونو ادارې له عمومي رییس یاووز ییلدریم سره لیدنه وکړه.
د زندانونو چارو د سمون اداره وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ترکیه کې د افغان زندانیانو، افغانستان ته د دوی د لېږد او نورو اړونده مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې د ترکیې د زندانونو ادارې عمومي رییس له ښاغلي مستري او د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې غړي سره په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

