ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ ۱۴۴۷/۵/۵هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۵هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۶۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۴۰مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹کورنیو سره ټولې۱۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۹۰۵تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۶۶عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې یو زر او ۱۲۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵۸۰تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵۷۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۴۲۰تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته پینځه میلیونه، ۳۴۸ زره او ۷۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۱۹کورنیو سره ټولې اووه میلیونه او ۷۹۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۱۱ زره  او ۴۷۵خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته یو زر او نهه عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه درې زره او کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۲۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴۴تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 د هلمند له بهرامچې څخه ۸۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۸تنه و، لښکرګاه، خانشین، صفار، دیشو، ګرمسیر او نیمروز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۱۹۷ زره  او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۶کورنیو سره ټولې۹۴۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۵۴۸‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۷۷۷تنه و، بلخ، تخار، لغمان، کندوز، سرپل، بغلان، جوزجان، سمنګان  او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه، ۷۶۹ زره او۸۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               یو زر او ۳۸۲کورنۍ او اووه زره او ۹۶۹اوګړي

لېږدول شـوي کډوال:               یو زر او ۲۰۶کورنۍ او شپږ زره او ۶۹۱اوګړي

مرسته شوي کډوال:              یو زر او ۴۴کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:         یو زر او ۷۵عــــدده