ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر د پراختیایي پروژو د کار پر چټکتیا او د بودیجې پر اغېزمن لګښت ټینګار وکړ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او اوبولګولو د سکتور د پراختیایي پروژو د اجرااتو د راپور وړاندې کولو غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د مالي برخې کارپوهان د پراختیایي پروژو مفصل راپور د پریزینټېشن له لارې له کرنې وزیر سره شریک کړ.

همدارنګه، رییسانو او امرینو د خپلو دندو د پرمختګ او د بودیجې د لګښت سلنې په اړه معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې د کرنې وزیر ټینګار وکړ، چې بودیجه دې د ټاکلي وخت په موده کې بشپړه ولګول شي او پلان شوې چارې دې د کال تر پای پورې ترسره شي.

نوموړي له مسولینو وغوښتل، چې د پروژو د پلي کېدو پر بهیر جدي څارنه وکړي او د کرنیزو خدمتونو د لا ښه‌والي لپاره زیاتې هڅې وکړي.

دغه راز، د کرنې وزیر له چارواکو وغوښتل، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې پراختیایي فعالیتونه د بزګرانو د واقعي اړتیاوو له مخې تنظیم کړي او د مالي سرچینو د ضایع کېدو مخه ونیسي.

د ښاغلي عمري په وینا، د پروژو سم پلي کېدل به د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.