د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ایران د اصفهان پلاست شرکت له اجراییوي مدیر مسعود روضاتي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کرنیزو، اوبولګولو او بڼوالۍ فعالیتونو د پراختیا، د کرنیزو وسایلو د لېږد، د څاڅکي او عصري اوبولګولو د سیستمونو د ترویج، د نړۍ د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د پیژندنې، د غنمو او نورو ارزښتناکو نباتاتو د کرلو او د افغان بزګرانو د روزنې په برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو خبرې وشوې.
ایراني پلاوي د کرنې او مالدارۍ مرستیال څخه وغوښتل، چې د مخکښو بزګرانو د معرفي، د ځمکو د اجارې او د کاري اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
مولوي صدراعظم عثماني د اصفهان پلاست شرکت د علاقې او هڅو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې وزارت په افغانستان کې د دې شرکت د فعالیتونو د اسانتیا او هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دی.
د یادونې وړ ده، چې د اصفهان پلاست شرکت د ایران له مخکښو او فعالو شرکتونو څخه دی، چې د څاڅکي او باراني اوبولګولو په برخه کې د سیمې له ګڼو هېوادونو سره همکاري لري او په بېلابېلو کرنیزو برخو کې یې پانګونه کړې ده.

