د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجراییوي رییس محمد مراد امانوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په پیل کې دټاپي پروژې رییس د یادې پروژې د پرمختګ په اړه لنډمعلومات وړاندې کړي.
دغهراز دواړو لوریو دکار د عملي پيل اوفعالیتونو په اړه بحث اونظرونه شریک کړي دي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې موږ د یادې پروژې د کار او فعالیت د پيل کېدو غوښتونکي یو.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره د ښه امنیت شتون او ټول شرایط برابر دي او اسلامي امارت به د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې له هیڅ ډول همکاري څخه ډډه ونه کړي.
په پای کې دواړو لوریو د پروژې په پلي کولو او د همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.

