د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام د اهل تشيع يو شمېر علماوو او متنفذينو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو علماوو او متنفذینو په پيل کې د مسولينو د هڅو او سرښندنو او په هېواد کې د اسلامي امارت تر حاکميت لاندې د پراختیايي پروژو عملي کېدو مننه کړې او ویلي یې دي، دې زيار او رښتينو هڅو د افغانانو ډېرې هيلې ژوندۍ کړې دي.
دوی زیاته کړې، د کانونو استخراج او د هېواد په ټولو برخو کې په متوازن ډول د پراختیایي پروژو پلي کول، خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو ته ډېر کاري فرصتونه برابروي او له هېواد څخه د کډوالۍ مخنيوی کوي.
همداراز یادو علماوو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ځينو ستونزو او ټولنيزو مسايلو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولينو څخه يې دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
ورپسې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د اهل تشيع علماوو او متنفذينو سره پر دې ليدنې خوښي ښودلې او ویلي یې دي، اسلامي امارت افغان ملت ته د خدمت ژمنتيا لري او د ټولنيزې هوساينې او د خلکو د ستونزو حل لپاره به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
همداراز مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي پراختيا او په بېلابېلو برخو کې د پراختیایي پروژو عملي کولو په موخه د خپل توان تر کچې هڅه وکړي.

