ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له اوزبیکستان څخه د وارداتي برېښنا لېږد مزی بېرته ونښلول شو

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دې شرکت او د اوزبیکستان د برېښنا رسولو ملي شرکت د تخنیکي ټیمونو د هڅو په پایله کې له دغه هېواد څخه د وارداتي برېښنا لېږد مزي یو سرکیټ چې څو ورځې وړاندې د امو پر سیند پری شوی و، بېرته ونښلول شو.

د برېښنا شرکت په وینا، د دغه مزي له بیا نښلېدو سره به د کابل په ګډون په ۱۱ ولایتونو کې د برېښنا پرېکېدو ستونزه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شي.