د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د دارالامان لومړۍ پلي لوا د توپچي مسوولینو دوه ضربه (23- ZU) روسي دافع هوا دستګاه فعاله کړې.
یادې قول اردو ویلي، چې دغه دستګاوې یې له فعالیدو وروسته په مشخصو موقعیتونو کې نصب کړې دي.
همدارنګه د یادې لوا مشرتابه ټینګار کړی، چې د ورته پوځي اسلحو او تجهیزاتو ترمیم او موثرې ګټې اخیستنې ته به دوام ورکړي، څو د دفاعي چمتووالي کچه نوره هم لوړه او پیاوړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ملي دفاع وزارت د اوراګان په نوم د مزایلو تر څنګ د ګڼو روسي ټانګونو له بیا فعالېدو هم خبر ورکړی و.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مسوولینو له لوري دوه ضربه (23-ZU) روسي دافع هوا دستګاه فعاله شوه

